حسام الدین حسام نباید بی ګناه قربانی شي
             حق مل حق مل

  لکه چه ګران وطنوال ، ملګري اودوستان  چه یونیم  کال وړاندې ملګری حسام الدین حسام دافغانستان دجهموری دولت ددشمنانو او رنګارنګ مخالفیونو د غرض ناکو اطلاعاتو له مخې  دبشری حقونودنقض کولو دبی اساسه تورونو په تور دهالند دڅارنوالۍ له خوا نیول شوی اود۲۰۰۵کال په اکتوبر کې دهالند  دیوی ابتدایی  محکمې له  خواه پرته له دې چه په دوی لګول  کوم  تور ثابت شوی وي په ۱۲ کاله بند محکوم شو. دا فیصله حسام  دبی ګناهی په دلایل رد او چلنج کړې اودوسیه لوړې محکمې ته لیږل شوې ده .

  دا حقیقت چه حسام بی گناه دی او دسیاسی لوبو قربانی کیږي تاسو کولای شی ددوی ددوسیی له مخې ومومۍ . ددی دوسیی لنډیز او اساسی ټکي د afghan justice سایت اونورو سایتونو کۍ خپره شوید ی تاسو موندلی شی .

      حسام بی کناه دی ، داځکه چه  پدوی هیڅ تور ندی ثابت  شوی اوهیڅ داډول اسناد َاو شواهد او داعتبار وړ حقوقی اوقانوني دلایل ، شهود اومخامخ شاهدان وجود نلری چه ثابت کړی دوی بشری حقونه نقض کړی دی . داحقیقت تاسو کولای شی خپله د څارنوال په څرګندونو کې  چه دوی یی تورن کړی دی ومومی مثلا څارنوال وایی (( مونږ غوښتل چه  دحسام ددوسیی صرف نظروکړو ، داځکه چه شخصا  او خپله  دوی بشري حقونه ندی نقض کړی . خوداچه هفوی ددولت دامنیت  پّ دوزارت کۍ یو قدرت مند شخص وه او ۱۴کاله په قدرت کۍ پاتۍ شوی ، نوزه دوی ته ۱۲کاله بند پشنهاد کوم )).

   هو !حقیقت هم  دادی چه هیڅ داسی اسناد او شواهد  ندی ترلاسه شوی اووجود نلری چه وشیی چه حسام خپله چاه ته شکنجه ورکړی وی ایا یی دشکنجی  امر کړی وی اویاداچه دوی خبروی چه دده ترلاس لاندی اداره کی څوک شکنجه او ځورول شوی دی . خو داچه حسام دوخت حکومت په اداره کې دکار په ګناه نیول او جزا مومي  دحسام مدافع وکیل داسی ردوی او وایی  چه  په یوه دولت کی دکار په ګناه څوک مجرم نه کڼل کیږیَ. په همداډول قاضی هم دامنی چه حسام خپله کوم جرم ندی ترسره کړی .

 پس حسام دافغانستان په جهموری دولت په امنیتی ارګانونو دکارپه ګناه نیول شویدی او دوی باید قربانی شی تر څو دوخت دولت  دبشری حقونو ناقض وګڼل شی  . بناپردی دحسام سیاسی  دوسیه ده ، نه جنایی او پریکړه هم سیاسی پریکړه ده .

  دتعجب وړ خوداده چه کلونه په دغی دوسیی تیر شوید مګر تراوسه هیڅوک ندی موندل شوی چه  مخامخ په حسام شاهدی ورکړی . اویو څونفره پخوانی مجاهدین چه  په مختلفو چلونو اونیرنګونو اوعمدتادپیسوورکولوپه بدل کې غیابی شاهدی ته اماده شوی اوادعا لری  چه حسام دوی شکنجه کړي دي ،  هیڅ یو دغو شاهدانو  حسام  ندی پیژندلی اوټولو درواغ ویلی اوضدو نقیض خبری یی کړی دی . دارښتیا  هم  تاسو دحسام په دفاعیه کی  موندلی شی . پدی توګه رښتیادادی چه ملګری حسام دسیاسی غچ اخیستنی او دافغانستان دجمهوری دولت دمخالفینودغلطواطلاعاتواو دسیو قربانی کیږی ، اوپدی ډول دهالند دولت دافغانانوخپل منځي دشمنیوته کش شویدی .

بناپردې ګران وطنوال او دحسام ملګری باید دحسام دکورنی  سره همدردی وشیی او دبشری حقونو دنړیوال سازمان ، دعفوی نړیوال سازمان اونورو بین المللی مراجعو په عنوان دلیکونو دلیږلواویا مستقیمی مراجعی له لاری دحسام په برخه دعدالت غوښتنه وغواړی او پدی توګه دخپل ملګری او وطنوال څځه چه بی ګناه قربانی کیږی ملاتړوکړی.

 

 www.afghanjustice

 

 

 

 


May 8th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات